د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر وايي، کابلوف ویلي چې له تخنیکي بحثونو وروسته به ژر د هغو پروژو عملي کار پيل کړي، چې د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول لوبولی شي.
کابلوف ویلي، کابل ته د نوموړي د سفر یوازینۍ موخه د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړي کول او په هغو برخو کې ګډ کار کول دي چې افغانستان ورته تر نورو ډېره اړتیا لري.
په همدې حال کې ملا برادر په بشري او امنیتي برخو کې د روسیې د مرستو مننه کړې ده او په نړیوالو فورمونو کې یې د افغانستان په اړه د روسیې دریځ ستایلی دی.
دغه راز کابلوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتنه کې ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي متوازنه، د سیمي او نړۍ د هېوادونو په ګټه ده.