۰

له افغانستان سره د ۲ میلیارد او ۴۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وشو

شنبی ۱۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
ملګروملتو اعلان کړی، چې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د ۲ ملیارده او ۴۴ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
له افغانستان سره د ۲ میلیارد او ۴۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان وشو
ملګروملتو اعلان کړی، چې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کال کې د ۲ ملیارده او ۴۴ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا مرسته تر هغه څه کمه ده چې ملګروملتو یې غوښتنه کړې وه، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري ناورین د مخنیوي په موخه د څه باندې ۴ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه خو ژمه د هغه د نیمايي وشوه.

په دغه کنفرانس کې امریکا له افغانستان سره د ۲۰۴ میلیون ډالرو، جرمني ۲۰۰ میلیون یورو، برېتانیا له کنفرانس مخکې ۳۴۷ میلیون ډالر ناروې کابو ۸۰ میلیون ډالر او داسې نورو مرستندویانو هم مرستې اعلان کړې دي.

په جینیوا کې د ملګروملتو، جرمني، بریتانیا او قطر له لوري د افغانستان د مرستو د نړیوال کنفرانس په پای کې ملګروملتو هیله څرګنده کړه چې د مرستندویانو له لوري اعلان شوې مرستې ژر تر ژره وروسپارل شي ځکه چې په افغانستان کې ملیونونه انسانان له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

انتوني ګوتریش ویلي، په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک حد ته رسېدلی او له مرستندویو هېوادونو غواړي چې له افغانانو سره بې قید و شرطه مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، د افغانستان اقتصاد له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، سقوط شوی او اوس ۹ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي