۰

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان د غلو په برید کې وژل شوی دی

سی شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د وسله والو غلو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان د غلو په برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د وسله والو غلو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، داغه پېښه تېره شپه ۹:۰۰ بجې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ګلدان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړې زیاته کړه، چې د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نور خدا په رخصتۍ کور ته تللی و، چې تېره شپه د وسله والو غلو له خوا وژل شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې امنیه قوماندان له یوې مېلمستیا څخه د کور په خوا روان و، چې د ګلدان په سیمه کې وسله والو غلو پرې برید کړی او وژلی یې دی.

د پروان د والي ویاندې په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي او نه هم د وژنې مسوولیت چا اخیستی.

د کاپیسا چارواکو هم دا خبر تایید کړی وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي