۰

قطر کابل کې وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی دی

چهارشنبه ۳۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۹
قطر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.
قطر کابل کې وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی دی
قطر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو وروستۍ برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هر هغه پېښه او قصدي برید غندي چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، دوی یې په کلکه غندي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، قطر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي او هغه ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري.

خبرپاڼه واي،ي قطر په دې حساس وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د راتګ په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي