۰

افغانستان کې پر پوبجې ګېم  او ټیک ټاک بندیز ولګېده

پنجشنبه ۱ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۲
اسلامي امارت په په افغانستان کې د پوبجې ګېم (PUBG) او ټیک ټاک اپلېکېشن بندولو امر کړی.
افغانستان کې پر پوبجې ګېم  او ټیک ټاک بندیز ولګېده
اسلامي امارت په په افغانستان کې د پوبجې ګېم (PUBG) او ټیک ټاک اپلېکېشن بندولو امر کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني نن پنجشنبه د غوايي لومړۍ ویلي کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړ اقدام وکړي.

نوموړي د کابینې له قوله ویلي،  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت موظف دی چې پوبجي (PUBG) ګېم او د ټک ټاک په نوم اپلېکېشن چې د ځوان نسل د ګمراهۍ سبب کیږي، بند کړي. په همدې ترتیب د یو شمېر هغو چینلونو چې غیر اخلاقي پروګرامونه خپروي، د امکان تر بریده مخنیوی وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني حکومت هم په دغه هیواد په موقتي ډول پر پوبجي لوبې بندیز لګولی و.

هغه مهال د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي و چې دغه هېواد کې په موقتي ډول پر پوبجي لوبې بندیز لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي