۰

فوټبال: افغانستان عمان ته ماته ورکړه

شنبی ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۶
د افغانستان د فوټبال تر شل‌ کلنۍ ښکته لوبډلې په خپل ګروپ کې د کوربه هېواد ‘عمان’ لوبډلې ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.
فوټبال: افغانستان عمان ته ماته ورکړه
د افغانستان د فوټبال تر شل‌ کلنۍ ښکته لوبډلې په خپل ګروپ کې د کوربه هېواد ‘عمان’ لوبډلې ته یو د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لوبه پرون جمعه د وږي ۲۶ مه په عمان کې د آسیا جام سیالیو په لړ کې د افغان لوبډلې دویمه لوبه وه.

د لوبې په ۲۸ مه دقیقه کې افغان لوبغاړي امید رجبي ګول و واهه، خو عمان لوبډله تر پایه ونه توانېده، چې کوم ګول و وهي.

په دې سره افغان لوبډلې عمان لوبډلې ته یو صفر ماته ورکړه.

د یادونې ده، چې د افغانستان فوټبال لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه تېره چهارشنبه د وږي پر ۲۳مه د ټایلنډ لوبډلې ته وبایلله. 

د آسیا د ملتونو جام ته د غوروالي دا سیالۍ تر شل کلنۍ ښکته لوبغاړو ترمنځ په عمان کې ترسره کېږي.

د افغانستان د ځوانانو د دې لوبډلې درېیمه او وروستۍ ګروپي سیالي به د سه‌شنبې پر ورځ د سپټمبر پر ۱۸مه د فلیپین لوبډلې پر وړاندې ترسره شي.

د افغانستان لوبډلې ته پکار ده چې په راتلونکو ورځو کې له تایلینډ او فلیپین څخه لوبې وګټي، چې د روانو سیالیو بل پړاو ته لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي