د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د قرغزستان له یوه پانګوال سره وکتل.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د کب ۲۰ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قرغزستان پانګوالو د افغانستان د کاني زیرمو په ځانګړي ډول انټيموني کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او په هېواد کې یې د یوه معیاري لابراتوار د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د طالبانو د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې طالبانو د افغانستان د خلکو طبیعي زیرمې له هیڅ حساب پرته پلورلې دي.
جمهورخبري آژانس