د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په کابل کې یې درې تنه د "لواطت" په تور په دورو وهلي دي.
دغې محکمې د کب په ١٩مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان د کابل ښار د څلورمې حوزې د ابتدايي محکمې له خوا په دورو وهل شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، دغو کسانو هر یو ته د طالبانو د محکمې له خوا ۳۵ دُرې ورکړل شوې.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دغه کسان په یوه کال بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو څو لوړ پوړي غړي په "لواطت" او پر ښځو په جنسي تیري تورن شوي دي، خو طالبانو د دوی دوسیه نه ده څېړلې او دا تورونه یې درواغ بللي دي.
جمهورخبري آژانس