د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې ځواکونو په تخار کې څلور تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی ځواکونو د شنبې په ورځ د کب په ۱۸مه د فرخار ولسوالۍ په چمن خوسدې سیمه کې دغه طالب جنګیالي په نښه کړل.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۱ تن طالب ووژل شو، ۳ تنه نور ټپیان شول.
د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس