د کابل-ننګرهار پر لویه لار د کابل سروبي ولسوالۍ په ماهیپر سیمه کې د غره ښویدنې له امله ۴ تنه مړه او ټپیان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چې دا پېښه شنبې د کب ١٩مه رامنځته شوه، چې له امله يې د کابل-ننګرهار لويه لار هم تړل شوې وه.
عيني شاهدان وايي، په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ځمکې ښویېدو له امله د کابل-ننګرهار لویه لار او د بدخشان تخار لارې تړل شوې وې.
جمهورخبري آژانس