د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، افغانستان د طالبانو د سختو واکمنیو له امله په کال کې یو میلیارد ډالر له لاسه ورکوي.
امیري تېره شپه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې لپاره چې افغانستان د مرستو او بې وزلۍ له انحصاره خلاص شي، دا سیاستونه باید بېرته واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو ستر برابرونکی هېواد دی.
واشنګټن وايي دا د افغانستان خلکو ته بشري مرستې دي. خو سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې راپور ورکړی چې طالبان هم له دې مرستو ګټه اخلي.
جمهورخبري آژانس