د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل ښار کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره شپه د حوت په ۱۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه عملیات د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «طیح مسکان» څلور لارې ته څېرمه د طالبانو پر یوه پوسته شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، طالب جنګیالیو تېره اونۍ په دې پوسته کې یو شمېر هېوادوال د میدان محکمې د پخوانیو امنیتی ځواکونو د غړیتوب په تور ووژل او د سترګو په سیمه کې یې یو تن معیوب کړ.
جمهورخبري آژانس