۰

خوست کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
په خوست ولایت کې دولتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو سره د طالب وسله والو نښته شوې ده.
خوست کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده
په خوست ولایت کې دولتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو سره د طالب وسله والو نښته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه جګړه تېره شپه د حوت په ١٩مه د عليشېرو ولسوالۍ د صفري نقطې په "ببرک" سيمه کې رامنځته شوې ده.

ويل کيږي چې دغه جګړه چې لومړى په توطيه بڼه پيل شوه او تير ماښام په شاوخوا کې نوره هم سخته شوه هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني ځواکونو په صفري نقطه کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو پلان درلود.

په جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د پاکستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان له پوله ساتو سره طالب جنګیالیو نښتې کړې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي