۰

طالبان: لسګونه زره ښاري کورنۍ کلیو ته د تګ لپاره چمتو دي

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۱
د طالبانو ډلې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې لسګونه ښاري کورنۍ د افغانستان کلیو ته د تګ لپاره چمتو دي.
طالبان: لسګونه زره ښاري کورنۍ کلیو ته د تګ لپاره چمتو دي
د طالبانو ډلې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې لسګونه ښاري کورنۍ د افغانستان کلیو ته د تګ لپاره چمتو دي.

دغه وزارت نن د کب ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د ساحوي دفتر له مشرې مېرمن ګلریا لازیک سره وکتل.

د طالبانو د ډلې د کډوالو چارو وزارت مرستیال وايي چې په ټول هېواد کې لسګونه زره کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته د ستنېدو لپاره چمتو دي.

مېرمن ګلوریا لازیک دا هم وویل چې موږ کولای شو د یو بل سره په تفاهم کې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال کړو او په دې برخه کې د نورو همکارو بنسټونو سره په ګډو هڅو سره کولای شو د دوی لپاره دایمي حل لاره ولرو.

بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د دغه هېواد ټول اقتصادي، سياسي او پوځي بنسټونه له منځه تللي او بې وزلي او بېکاري د دغه هېواد خلک ورځ په ورځ ځوروي.

په افغانستان کې د دغې ډلې د واکمنۍ له دوو کلونو څخه په زیاتې مودې کې د دغه هیواد په ټولو برخو کې ټول ساختماني کارونه ودرول شول او اوس د افغانستان خلک په دغه هیواد کې له څو لسیزو شاته تګ څخه پرته بله چاره نه لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي