په تخار ولایت کې عامه سرچینې وايي، چې طالب ځواکونو درې تنه له مقاومت سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د کب په ١٩مه، وروسته له هغه د طالبانو له خوا ونيول شول، چې د فرخار ولسوالۍ په "خوسده" سيمه کې د مقاومت د لومړۍ لوا ځواکونو د طالبانو پر يوه موټر بريد وکړ.
سرچينې زياته کړې، دغه کسان چې محب الله، سردار او باى محمد نومېږي، ټول د "خوسده" کلي اوسېدونکي دي.
د سرچينې په وينا، طالبانو دغه کسان له خپلو کورونو نيولي او له ځانه سره وړي دي.
اوسېدونکو د مقاومت له جبهې سره د دغو کسانو هر ډول همکاري رد کړې ده.
جمهورخبري آژانس