۰

مک کال بایډن ته: هیڅوک له طالبانو سره تعامل ته مه هڅوه

یکشنبه ۲۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۹
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ولسمشر جوبایډن ته ویلي چې له طالبانو سره خبرو ته دې څوک نه هڅوي.
مک کال بایډن ته: هیڅوک له طالبانو سره تعامل ته مه هڅوه
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ولسمشر جوبایډن ته ویلي چې له طالبانو سره خبرو ته دې څوک نه هڅوي.

مک کال تېره شپه د کب ۱۹مه په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر کیرن ډیکر د خبرو په ځواب کې چې افغانان یې د «سیاسي لارې نقشې او له طالبانو سره د تعامل» ملاتړ کوي، وویل چې د هر ډول تعامل وړاندیز له دې ډلې سره د افغان ولس پر مخ د یوه چړې په څېر دی.

مک کال له بایډن څخه وغوښتل چې څوک دې له طالبانو سره خبرو ته وهڅوي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د طالبانو د رژیم قربانیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مېرمن ډیکر په دې وروستیو کې په ترکیه کې د مدني ټولنې له یو شمېر استازو سره تر کتنې وروسته ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي