د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د (راځئ چې کتابونه ولولو) تر سرلیک لاندې د کتابونو نندارتون جوړ شو.
دغه نندارتون په ځوانانو کې د لوستلو د فرهنګ د ودې په موخه جوړ شوی و.
په دغه نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې د سلګونو کتابونو پوښښ نندارې ته ایښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د کتابونو او لوستلو وضعیت له رکود سره مخ شوی دی.
جمهورخبري آژانس