د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په پروان ولایت کې یې ۴ تنه په دُرو وهلي دي.
دغې محکمې نن د کب ٢٠مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان د روانې مياشتې په ١٨مه د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې په دورو وهل شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، دغو کسانو ته د غلا په تور هر یو ته ۳۹ دُرې ورکړل شوې.
خبرځاى زياته کړه چې دغه کسان په شپږ کاله بند هم محکوم شول.
جمهو خبري آژانس