د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ دوشنبه ده.
د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبې د کب ۲۱مه د سهار په یو نیمو بجو اعلان وکړ چې نن دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: شاهدانو موندلي چې دوی په افغانستان کې د روژې مبارکه میاشت لیدلې ده.
د هغه په وينا، نن دوشنبه په ټول افغانستان کې د روژې د مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ ده.
طالبانو تېره شپه اعلان کړی و، چې نن د روژې لومړۍ نېټه نه ده، خو نن سهار یې اعلان وکړ، چې شاهدانو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د روژې مبارکه میاشت لیدلې ده.
جمهورخبري آژانس