د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي چې دغه ډله د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو معاشونه لوړوي.
د طالبانو ډلې د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په سهار (د وږي ۲۱ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي قلندر عباد د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د تخصصي او درېیمي روغتونونو له رئیسانو سره وکتل.
طالبانو ویلي چې په دې ناسته کې یې په تخصصي او درېیمه درجه روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، د مسلکي کارکوونکو پر ګمارلو، د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو پر زیاتوالي او نورو مسایلو خبرې وکړې.
مولوي عباد وويل، چې د روژې په مبارکه مياشت کې بايد ټول روغتيايي کارکوونکي د ورځې ٢٤ ساعته خلکو ته غوره روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
دغه محصل وويل، چې موږ د يو منظم پروګرام له مخې يو لايحه چمتو کړې، چې پر بنسټ به يې په نږدې راتلونکي کې د ټولو روغتيايي کارکوونکو معاشونه د علمي کچې له مخې لوړ شي.
جمهورخبري آژانس