په پنجشېر کې عامه سرچينې وايي، چې په کابل کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى چې شفيع احمد نومېږي، د کب په ١٩مه د کابل ښار له نهمې ناحيې څخه د طالبانو له خوا نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې شفيع احمد د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په خپلو شخصي چارو بوخت و.
شفیع احمد په تېر حکومت کې د ملي پولیسو غړی و.
د طالبانو له خوا د دغه پخواني سرتيري د نيولو لامل تر اوسه څرګند نه دی.
خو؛ د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې راهیسې په سلګونو پخواني عسکر نیولي، شکنجه کړي او یا یې په زوره له منځه وړي دي.
جمهورخبري آژانس