کلتوري او هنري پروګرام "د بودا سره شپه" د سویډن په سټاکهولم کې ترسره شو.
د دغه پروګرام تنظيموونکي وايي، دغه پروګرام تېره شپه د غويي په ٢٠مه، د افغانستان او سويډن د يو شمېر پوهانو، د پوهنتونونو استادانو او هنرمندانو په شتون کې جوړ شو.
په دې خپرونه کې د هزارګي د محلي موسیقۍ (ډمبورا) تر څنګ په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د لرغونو او تاریخي اثارو وضعیت هم څېړل کېږي.
دا پروګرام د سویډن په ستاکهولم کې د "کلتور او تیاتر په کور" کې ترسره شو.
د یادولو وړ ده چې "د بودا سره شپه" پروګرام په پرله پسې توګه د دریم کال لپاره د سویډن په ستاکهولم کې ترسره کیږي.
د جمهوریت پر مهال دغه پروګرام په بامیان کې ترسره شو.
جمهورخبري آژانس