د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستاني پوځیانو له لوري پرته له وېزې د افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې ده.
د دوی په خبره، پاکستاني پوځیانو د یکشنبې په ورځ د حوت له ۲۰مې نیټې راهیسې د تورخم دروازه له ویزې پرته د مسافرو پر مخ تړلې ده.
د پاکستان حکومت افغان ناروغانو ته له پاسپورټ او ویزې پرته له پولې د تېرېدو اجازه ورکړه.
د پاکستان د دغه نوي اقدام علت لا هم معلوم نه دی.
خو؛ پرون راپورونه خپاره شول چې د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د طالب جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.
جمهورخبري آژانس