په فارياب کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د ګازو د يوه سلنډر د اور لګېدو له امله يوه ښځه او د هغې ځوانه لور مړه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شنبې په ورځ د حوت په ٢٦مه د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په "بولانغور" کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې له بالون څخه ګاز راووت او اور ولګېد.
ویل کېږي چې د ګازو د سلنډر له اور لګېدو وروسته کور ته هم اور لګېدلی او کورنۍ ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس