د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل کې په یوه هدفي برید کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژلي دي.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا ٨:٠٥ بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د هودخېلو په سيمه کې شوى دى.
د اعلامیې له مخې، په دې پېښه کې دوه طالب جنګیالي چې دواړه یې د دغې ډلې د ۴۰ استخباراتو د مرکزي دفتر غړي او د «بې ګناه ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په شکنجه او ځورولو کې یې لاس درلود» وژل شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس