د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې په هرات ولایت کښې له ۵۰۰ څخه زیات تاریخي اثار کشف کړي دي.
دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هرات ولایت کې یې له ۵۰۰ څخه زیات تاریخي اثار کشف او راټول کړي دي.
د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره د طالبانو ډلې د موزيم او ارشیف عمومي مدير عبدالجبار نوروزي وويل چې په دوو کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولينو له خوا ٢١٥ تاريخي اثار کشف او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د هرات موزیم ته او له ۳۰۰ څخه زیات نور د ساتنې اثار، تاریخ د فرهنګ مینه والو له خوا دغه موزیم ته ډالۍ شوی دی.
د هرات ولایت موزیم او ارشیف د دې ولایت په اخترالدین کلا کې موقعیت لري.
جمهورخبري آژانس