د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست اعلان کړی چې د جرمني یوه موسسه له طالبانو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې همکاري کوي.
دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د «مرستې جرمني» په نوم یوې نړیوالې ادارې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اړه د دغې ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ د څانګې له مسوولینو سره په کتنه کې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د دې جرمني موسسې مشر فریدون حمیدي وویل، دوی په پام کې لري چې په هرات، بادغیس، فراه او غور ولایتونو کې ځوانانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
نوموړي په دې برخه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له رياست څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د طالبانو ډلې د ستراتيژيک پلان جوړونې او همغږۍ مشر مولوي نېک محمد نېکمل وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو رياست د دغه پروګرام په پلي کولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د دغې ډلې د اسلام د وچې لوستلو له امله د خلکو زياتره کارونه او بارونه بند شول او خلک په بشپړه توګه له لاسه ورکړل.
جمهورخبري آژانس