۰

د طالبانو اداري مرستیال د پنجشیر ولایت لپاره د دغې ډلې له والي سره وکتل

شنبی ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۴
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر ولایت لپاره د دغې ډلې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې وویل چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د خلکو غوښتنو ته پام وکړو.
د طالبانو اداري مرستیال د پنجشیر ولایت لپاره د دغې ډلې له والي سره وکتل
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پنجشېر ولایت لپاره د دغې ډلې له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په کتنه کې وویل چې د امکاناتو په چوکاټ کې به د خلکو غوښتنو ته پام وکړو.

طالبانو نن شنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې د پنجشېر د والي له قوله ویلي، چې په دغه ولايت کې امنيت په بشپړه توګه تامين شوى او سيمه ييز طالبان هڅه کوي، عامه خدمات وړاندې او د خلکو ستونزې حل کړي.

د پنجشېر ولايت لپاره دغه طالب چارواکي د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د ديني مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي کلينيکونو د پياوړتيا او دغه راز په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې په ټول هیواد کې د امنیت تامین او د هیوادوالو د ستونزو پیژندل او حل کول د طالبانو د امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې د سیمه ییزو چارواکو هڅې اړینې دي. په دې لوري.

بايد يادونه وشي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې له واکمنۍ سره د افغانستان د خلکو ستونزې د پخوا په پرتله څو برابره زياتې شوې دي او طالب ډله د خلکو د ستونزو د هواري لپاره کوم پلان نه لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي