له سختو بارانونو وروسته سېلابونو د کابل-ننګرهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې دغو سېلابونو د جمعې په ورځ سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-ننګرهار لويه لاره تړلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له امله د لويې لارې دواړو غاړو ته سلګونه موټر بند پاتې دي.
ویل کېږي چې پرون سېلابونو د کابل، لغمان او ننګرهار په یو شمېر سیمو کې درانه زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس