د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په دوو جلا جلا بریدونو کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
د ملي مقاومت د جبهې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د ملي اردو ځواکونو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کوته سنګي پله ته څېرمه د وسله والو طالبانو په یوه پوسته برید وکړ.چې په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو بل ترهګر ټپي شوی دی.»
په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې د مقاومت د جبهې ځواکونو تېره شپه ۷:۳۵ بجې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د حبیبیې لېسې ته څېرمه د طالب جنګیالیو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه چې په دغو عملياتوکې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
جمهورخبري آژانس