په کابل کې باخبره سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو په پلازمېنه کې د تېر حکومت د ملي امنیت یو متقاعد مرستیال نیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پخواني حکومت د ملي امنيت د دغه مرستيال نوم محمد ناصر نوابي دى، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پروان په کارته نو ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نيول شوى و.
نوابي د "سنګانه" کلي اصلي اوسېدونکی دی، چې د پنجشېر مرکزي برخه ده.
هغه د جمهوري نظام له سقوط مخکې تقاعد کړی و.
د طالبانو له خوا د دغه پخواني سرتيري د نيولو لامل تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.
خو؛ طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته تل د پنجشېر د اوسېدونکو په ګډون پخواني عسکر نيولي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.
جمهورخبري آژانس