۰

د پاکستان له زندانونو نهه افغان بندیان خوشې شول

شنبی ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۹
د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو نه ۹ تنه افغان بندیان خوشي شوي دي.
د پاکستان له زندانونو نهه افغان بندیان خوشې شول
د طالبانو د ډلې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندانونو نه ۹ تنه افغان بندیان خوشي شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت نن شنبې د وري ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د پېښور له زندان څخه ۹ تنه افغان بندیان خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

وسله والو طالبانو ویلي، چې دغه کسان له دې امله بندیان شوي، چې قانوني اسناد نه لري او له درېیو میاشتو راهیسې په بند کې وو، چې له خوشې کېدو وروسته د تورخم له فرضي کرښې افغانستان ته راستانه شول.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د واکمنۍ او په هیواد کې د فقر او بیکارۍ په زیاتیدو سره ځوانانو له دغه هیواد څخه د تیښتې لاره غوره کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي