۰

ننګرهار کې دوسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې يو ځوان وژل شوى دى

شنبی ۱۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۷
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دولتي سرچينې وايي، چې د وسله والو طالبانو د دوو غړو ترمنځ په وسله واله نښته کې يو ځوان وژل شوى دى.
ننګرهار کې دوسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې يو ځوان وژل شوى دى
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دولتي سرچينې وايي، چې د وسله والو طالبانو د دوو غړو ترمنځ په وسله واله نښته کې يو ځوان وژل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند د دورانت په سيمه کې رامنځته شوې ده.

عيني شاهدان وايي چې دوه طالب جنګياليو له لفظي شخړې وروسته يو پر بل ډزې وکړې. خو مرمۍ یو ځوان ولګېد.

سرچينې دغه ځوان نظيف الله ياد کړى دى.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي