۰

د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ۶-۱ ماتې ورکړه

یکشنبه ۱۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار فوټسال ملي لوبډلې ته په کور کې ۶-۱ ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټسال لوبډلې میانمار ته ۶-۱ ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د میانمار فوټسال ملي لوبډلې ته په کور کې ۶-۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه د میانمار د فوټسال ملي لوبډلې په کوربه توب پرون شنبې د وري ۱۱ مه تر سره شوه، چې په کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۶ ګولونه وکړل.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې مشر روزونکي مجيد مرتضوي وويل، چې د دې سياليو د ترسره کېدو موخه د اسيايي سياليو لپاره چمتووالى دى.

د يادونې وړ ده، چې د فوټسال ملي لوبډله به له اسيايي سياليو مخکې د تاجکستان، سعودي عربستان او چين له لوبډلو سره دوستانه سيالۍ ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي