د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایراني مسافر وړونکې الوتکه په مرکزي ولایت اصفهان کې لوېدلې او په کې سپاره ۶۶ تنه مسافر وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یک شنبې په ځايي وخت سهار شاوخوا ۹ بجې د مرکزي ولایت اصفهان په سمیرم سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د ایران د بېړنیو چارو ادراې مشر پیرحسین کولیوند ویلي دغه الوتکې سهار ۸ بجې د مهرباد له هوايي ډګره پورته یاسوج ته روانه وه، چې تر ۵۰ دقیقو الوتنې وروسته رالوېدلې ده.
ویل کېږي، په دې الوتکه کې ۶۰ تنه مسافر او ۶ تنه هم د الوتکې خدمه سپاره و، چې ټول په کې وژل شوي دي.
تر اوسه د پېښې اصلي لامل معلوم نه دی، خو ویل کېږي الوتکې د دنا له غره سره ټکړ کړی او لوېدلې ده.
ایراني چارواکي وایي، سیمې ته د ژغورنې امله رسېدلې او په دې اړه پلټنې دوام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل