د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل وايي، واشنګټن له طالبانو سره د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره خبرې کوي.
نوموړي تېره شپه د غوايي ۱۱ مه په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره دا ډول تعامل د افغانستان د خلکو او د امریکا د ملي ګټو د ملاتړ لپاره اړین دی.
هغه زیاته کړه چې دغه خبرې اترې دا فرصت هم برابروي چې له دغې ډلې سره د هغو امریکايي اتباعو د خلاصون په اړه مستقیمې خبرې وکړي چې د طالبانو په بند کې دي.
پټېل دې ته اشاره وکړه چې له طالبانو سره د امریکا تعامل له ترهګرۍ سره د مبارزې بنسټ جوړوي او په افغانستان کې د بشري حقونو مسله هم د واشنګټن په اجنډا کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته امریکا تل ټینګار کړی چې ټول هیوادونه دې د بشري حقونو د درناوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخو کې د دغې ډلې ژمنې تر پوره کیدو پورې له دغې ډلې سره له اړیکو ډډه وکړي.
جمهورخبري آژانس