شکردخت جعفري په افغانستان کې یوې مېرمنې د خپلو طبي څېړنو له امله د ۲۰۲۴ کال د بریتانیا د نوښتګر جایزه وګټله.
اغلې جعفري د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۱۲مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې نوموړې دغه جايزه د بريتانيا د سوري پوهنتون د تکنالوژۍ له مرکز څخه ترلاسه کړې ده.
له بلې خوا "پلاتین" وېبپاڼې لیکلي چې له مېرمن جعفري سره څلور نور کسان هم د دې جایزې د ترلاسه کولو وروستي پړاو ته رسېدلي دي. خو دوی ونه توانېدل چې دغه جایزه وګټي.
د یادولو وړ ده چې شکردخت جعفري د افغانستان د دایکندي ولایت اصلي اوسیدونکی دی چې اوس په انګلستان کې ژوند کوي.
هغه په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شوی و.
اغلې جعفري لا دمخه په 2019 کې د سرطان د وړانګو درملنې ثبتولو لپاره "ډوزمیټر وسیله" اختراع کړې ، په بیله بیا په 2021 کې د "درې ابعادي وړانګو دوز اندازه کولو" میتود.
خبرگزاری جمهور