۰
رویټرز:

د خلیلزاد ټاکنه ښيي، چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه جدي ده

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
ځینې لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل کېدل ښيي، چې امریکا د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې جدي ده.
د خلیلزاد ټاکنه ښيي، چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه جدي ده
ځینې لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل کېدل ښيي، چې امریکا د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې جدي ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون سه شنبې د وږي ۱۳ مه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اعلان وکړ، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

پمپیو دغه څرګندونې پاکستان ته د سفر پر لار ورسره ملو خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې له دوی سره همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې ښاغلی خلیلزاد به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي او دا ټول مسایل به مخته یوسي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر شنونکي وايي، افغانستان له حساس پړاوه تېرېږي او د زلمي خلیزاد ګمارل د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یو پرځای ګام دی.

رویټرز خبري آژانس لیکلي چې د زلمي خلیلزاد مقرري دا ښکاروي چې د امریکا اداره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه جدي ده.

خلیلزاد چې پر خټه افغان دی، د امریکا جمهوري غوښتونکو د بهرني سیاست د داخلي کړۍ یوه مهره ګڼل کېږي.

نوموړی تر دې وړاندې په افغانستان او عراق کې د امریکا د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

زلمی خلیلزاد چې په امریکا کې هم یو با نفوذه سیاستوال ګڼل کېږي یو له هغو کسانو دی، چې د افغانستان پر ګاونډیو په ځانګړي ډول پر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د نه کولو له کبله انتقادونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي