سیالې لوبډلې راجپوت لوبډلې ته د په ټاکلو لسو اورونو کې ۹۰ منډې هدف ورکړی و، خو شهزاد محمد په ۴ اور کې دغه هدف پوره او په ټول کې یې په ۱۶ توپونو ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د کرکټ مینوال او د کرکټ شنوونکي یې ګوته په غاښ کړل.
که څه په نړیوالو کرکټ لوبو کې تر دې وړاندې هم نیوزیلنډي لوبغاړي چټکه پنځوسیزه په ۱۶ توپونو تر سره کړې وه، خو دغه ریکارډ محمد شهزاد مات او په ۱۲ توپونو یې ۵۴ منډې جوړې او نړیوال ریکارډ یې خپل کړ.
باید و ویل شي، چې ټي ټېن کرکټ لیګ د پاکستان تجارتي لیګ دی، چې له تېرو دوه کلونو راهیسې په لار اچول شوی او په اماراتو کې یې لوبې تر سره کېږي.
په دغه لیک کې سږ کال ټولې ۸ لوبډلې برخه لري، چې په کې ۱۶ تنه افغان لوبغاړي هم لوبېږي او د یوې لوبډلې لوبډل مشر یې هم د افغانستان او نړۍ مشهور توپ اچوونکی راشد خان دی.
په دغه لیګ کې له راشد خان او محمد شهزاد تر څنګ، اصغر ستانکزی، محمد نبي، سمیع الله شنیواری، نجیب الله ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، محیب ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، سید شېرزاد، کریم جنت، قیس احمد، ظاهر خان، او درې نور لوبغاړي اخستل شوي دي.