کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ وایي، هېواد یې د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو او غواړي، چې د افغان سولې د خبرو کوربه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي لیو جین سانګ دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره لیدنه کې کړې دي.
د ملي امنیت شورا له دفتره خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي، دغه ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، امنیت او ټرورېزم سره پر مشترکې مبارزې بحث او نظرونه تبادله کړل.
د چین سفیر د خپل هېواد په استازیتوب ډاډ ورکړی چې دوې دې ته چمتو دي چې د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو ته اسانتیاوې برابرې کړي او کوربانه یې شي.
چین پر داسې مهال دا ژمنه کوي، چې جرمني هم هڅې پیل کړې، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي او په همدې اړه یوه بین الاافغاني غونډه جوړه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل