د امریکا د کانګرس په یوه تازه راپور کې د افغانستان وضعیت ته لنډه کتنه شوې او وايي، په دغه هېواد کې د سولې هڅې پیل شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د سولې د هڅو له پیل سره د افغان پوځ د پیاوړتیا چارې هم روانې دي، له فساد سره مبارزه هم کېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې هم د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ همکاري مخ ته روانه ده.
په دې راپور کې په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم یادونه شوې ویلي یې دی، چې پاکستان دا څو لسیزې په افغانستان کې فعال منفي رول لوبولی دی.
د سرچینې په وینا پاکستان نه یوازې منفي رول لوبولی، بلکې د دغه هېواد استخباراتي اداره د هغو وسله والو ډلو ملاتړ هم کوي، چې په افغانستان کې جنګېږي.
د امریکا کانګرس همدا راز ویلي، د پاکستان استخباراتي ادارو لا هم له طالبانو او حقاني ترهګرې شبکې سره اړیکې او ملاتړ نه دی پرې ایښی بلکې لا هم ژوره اړیکه ورسره پالي.
راپور کې د افغان او امریکايي قومندانانو له قوله هم تایید شوې چې پاکستان د ترهګرۍ مستقیم او غیرمستقیم ملاتړی دی.
د کانګرېس په راپور کې دا هم ویل شوي، پاکستانی حکومت په ټولو توان هڅه کوي، افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو په لار کې خنډ جوړ کړي او په کابل کې کمزوری حکومت د ځان په ګټه بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل