د افغانستان په بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، سږ کال پر افغان ځواکونو د نفوذي کسانو له خوا ۴۹ بریدونه شوي دي.
د افغانستان په بیا رغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، سږ کال پر افغان ځواکونو د نفوذي کسانو له خوا ۴۹ بریدونه شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار ویلي، یوازې له تېرې جون تر اګست میاشتې پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې ۳۰ نفوذي بریدونه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دا تر جون وړاندې د دریو میاشتو په پرتله بې ساري ارقام دي او په دغو دریو میاشتو کې له نفوذي بریدونو ۸۶ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.