۰
سیګار:

د پوهنې وزارت د غذا او سولې پروګرام کې ۶۰۰ میلیون ډالره فساد شوی

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۸
د افغانستان په بیا رغونه د څار اداره یا سیګار وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت د غذا او سولې د پروګرام لپاره ځانګړې شویو پیسو کې کابو شپږ سوه میلیون ډالره فساد شوی دی.
د پوهنې وزارت د غذا او سولې پروګرام کې ۶۰۰ میلیون ډالره فساد شوی
د افغانستان په بیا رغونه د څار اداره یا سیګار وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت د غذا او سولې د پروګرام لپاره ځانګړې شویو پیسو کې کابو شپږ سوه میلیون ډالره فساد شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په خپل راپور کې زیاته کړې، چې پوهنې وزارت کې دغه کار له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې شوی دی.

د تاند وېب پاڼې په حواله په راپور کې ویل شوي، امریکا د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره په دغه پروګرامه بېرته څارنه نه ده کړې، چې له امله یې میلیونونه ډالر شخصي جېبونو ته تللي دي.

د سیګار په راپور کې زیاته شوې، چې د حیف و میل شویو پیسو په اړه دقیق معلومات نشته، خو دومره یې معلومه کړې، چې په لوی شمېر کې اړمن کسان له دغه پروګرامه بې برخې پاتې شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د پوهنې وزارت یوشمیر کارکوونکو هغه خوراکي توکي چې باید د ښوونځیو زدکوونکو ته ورکړي وایي په بازارونو کې پلورلي دي.

پوهنې وزارت په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي