په ورته وخت کې یو بل سناتور محی الدین منصف هم و ویل، غزني کې د ۲۵ سرتېرو وژل کېدل ښيي، چې د سیمه ییزې اردو د سرتېرو د استخدام پروسه ډاډمنه نه ده او په دې برخه کې امنیتي بنسټونه مسوول دي.
هغه زیاته کړه، چې دغه پېښې ملي دفاع وزارت بدنام کړی او دغه وزارت باید داسې کړنلارې او تدابیر تر لاس لاندې ونیسي، چې پر مټ یې د ورته پېښو مخنیوی وشي.
باید و ویل شي، چې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د تېرې پنشنبې په ورځ د سیمه یزې اردو په یوه مرکز کې د طالبانو نفوذي کسانو خپل ۲۵ همکاران و وژل او دوه نور یې ټپیان کړل.