۰
مشرانو جرګه:

تر چې آی اس آی اجازه ورنه کړي طالبان اوربند نه شي کولی

سی شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
مشرانو جرګه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر ته په غبرګون کې وايي، دغه پلاوی له خپل مشرتابه سره د سلا مشورې لپاره نه بلکې، له آی اس آی څخه د اجازې اخیستو په موخه پاکستان ته تللی.
تر چې آی اس آی اجازه ورنه کړي طالبان اوربند نه شي کولی
مشرانو جرګه پاکستان ته د طالب پلاوي سفر ته په غبرګون کې وايي، دغه پلاوی له خپل مشرتابه سره د سلا مشورې لپاره نه بلکې، له آی اس آی څخه د اجازې اخیستو په موخه پاکستان ته تللی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن سه شنبې د مرغومي ۳ مه عمومي غونډه کې و ویل، دغه سفر ثابته کړه، چې تر څو آی اس آی اجازه نه وي ورکړې، طالبان د اوربند په اړه د سولې په خبرو کې تصمیم نه شي نیولی.

هغه و ویل«له طالبانو د پاکستان د ملاتړ نقشه ښکاره ده، او دا ډله خپلواکه نه ده.»

نوموړي زیاته کړه، دا چې طالبان یوازې د امریکا د خوشحاله کولو لپاره له هغوی سره اوربند کوي، د منلو نه دی، ځکه د افغانستان خلک د سولې په خبرو کې د عمومي اوربند غوښتونکي دي.

د مشرانو جرګې رییس طالب مشرانو ته په خطاب کې وايي، بین الاافغاني خبرو ته چمتو شی او افغان دولت دغه خبرو ته چمتو دی.

ښاغلي مسلم یار ټینګار وکړ، تر چې افغانان خپلو کې سره ناست نه وي او خپل مشکل خپله حل نه کړي امریکا او یا کوم بل هېواد دا ستونزه نه شي حل کولی.

د هغه په وینا د امریکا او طالبانو د مذاکراتو په اړه د مشرانو جرګې دریځ له اوله معلوم دی او هغه دا چې دا مذاکرات باید د بین الافغاني خبرو او اوربند د پیل سبب شي که نه امریکا په افغانستان کې د سولې د تامین په هڅه کې نه ده.

مسلم یار د امریکا له دولت څخه د افغانستان د یوه دوست په حیث غوښتنه وکړه، چې په جګړه کې افغان ځواکونه، ملکي خلک، مامورین، مېرمنې او ماشوم افغانان وژل کېږي، نو امریکا دې بین الاافغاني خبرو او عمومي دوامداره اوربند ته زمینه برابره کړي، که نه په وینا یې لنډ مهالی او یو اړخیزه اوربند (یوازې له امریکا سره) ستونزه نشي حل کولی.

د جرګې بل غړي محی الدین منصف هم ورته څرګندونې وکړې ویې ویل، پاکستان ته د طالبانو له سفره داسې ښکاري، چې دغه ډله یوازې له امریکاسره اوربند باندې سلا مشورې کوي او دا د خواشنۍ وړ خبره ده.

نوموړی وايي، که طالبان رښتیا سوله غواړی نو باید پوه شي، چې سوله یوازې په هېواد کې په عمومي اوربند سره راتلای شي، غیر هغه نه د سولې پروسه له فریب او دوکې پرته بل څه نه شي کېدی.

هغه له امریکا وغوښتل، چې د طالبانو پر ځای په پاکستان فشار واچوي، تر چې طالبان په یوه ساعت کې بین الاافغاني خبرو او اوربند ته قانع کړي.

دی وايي، دا چې د طالب مشرانو ټول نظامي پټنځایونه، شوراګانې، او کورنۍ په پاکستان او اسلام آباد کې دي، نو دغه هېواد پر طالبانو خورا پراخ نفوذ لري.

د جرګې بلې غړې انارکلي هنریار و ویل، دا چې د افغانستان خلک تل پاتې سوله غواړي نو امریکا ته بویه چې پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو فشار راوړي، تر څو تېر تاریخ یو ځل بیا په افغانستان کې تکرار نه شي.

د هغې په وینا لس ورځنۍ اوربند د افغانستان د خلکو درد نه شي دوا کولی تر چې عمومي او دایمي اوربند نه وي شوی او د افغانستان خلک له وژنو ژغورل شوي نه وي.

سناتوران دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د طالبانو د قطر دفتر درې  کسیزه پلاوی پاکستان ته تللی تر څو له خپلو مشرانو سره د لس ورځني اوربند په اړه سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي