۰
مشرانو جرګه:

کورنیو چارو وزیر دې د غلو ملاتړو وکیلانو نومونه افشا کړي

یکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مسعودي انداري وغوښتل تر څو د ولسي جرګې د هغه غړو نومونه افشا کړي، چې په کابل کې د نیول شویو غلو د خوشي کېدو غوښتنه یې ترې کړې ده.
کورنیو چارو وزیر دې د غلو ملاتړو وکیلانو نومونه افشا کړي
مشرانو جرګې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مسعودي انداري وغوښتل تر څو د ولسي جرګې د هغه غړو نومونه افشا کړي، چې په کابل کې د نیول شویو غلو د خوشي کېدو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې غړو د نن یکشنبې مرغومي ۲۲ مې په عمومي غونډه کې پر دې سختې نیوکې وکړې، چې ځینې وکیلان د غلاو ملاتړ کوي.

دی د کورنیو چارو له سرپرست وزیر مسعود اندرابي وغوښتل تر څو هغه وکیلان د افغانستان خلکو ته افشا کړي، چې د نیول شویو غلو د خلاصون غوښتنه یې کړې.

سناتور امان الله عظیمي و ویل، د کورنیو چارو سرپرست وزیر پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له ۱۵ تر ۱۶ پورې وکیلانو تر اوسه له ده غوښتي، ځینې هغه غله چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې نیول شوي دي خوشي کړي.

د هغه په وینا د وزیر دغه څرګندونې د دې ښکارندوی دي، چې ځینې وکیلان کابل کې له جرمي سازمانونو او غلو له ډلو ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې بل سناتور محمد حنیف حنفي وايي، وزیر باید د دغه وکیلانو نومونه د افغانستان خلکو ته افشا کړي تر څو پوه شي، چې کوم وکیل د غلو ملاتړ کوي.

دی وايي که چېرې وزیر دا جرات وکړي، نو سناتوران به ترې کلک ملاتړ وکړي او یوازې به یې د غلو سره د مبارزې په برخه کې پرېنږدي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلیم یار د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندارابي څخه مننه وکړه، چې کابل کې یې د غلو او جنايي مجرمونو پر ضد مبارزه پیل کړې ده.

ښاغلي مسلیم یار زیاته کړه، له کورنیو چارو سرپرست وزیر نه غواړي، د هغو وکیلانونو نومونه افشا کړي، چې د غلو د خوشي کېدو لپاره یې له ده سره اړیکه نیولې ده.

د مشرانو جرګې رییس ټینګار وکړ، که چېرې وزیر د دغه کسانونو نومونه په هر دلیل نه افشا کوي، نو لېست یې دې مشرانو جرګې ته ولېږي تر څو یې موږ افشا کړو.

د یادونې ده، چې کابل کې د جنایي پېښو او غلاو تر زیاتېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت په یوه بې ساري اقدام کې د غلو او مجرمونو پر ضد کابو پنځه ورځې وړاندې عملي مبارزه پیل کړه.

کورنیو چارو وزارت د دغه مبارزې لپاره د کابل د امنیتي حوزو د منسوبینو تر څنګ خپله وزارت زر تنه منسوبین له درې سوه رنجرو سره توظیف کړل، چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې ګزمې وکړي او مجرمین ونیسي.

دغه وزارت د پیل کړې مبارزې په لومړیو دوه ورځو کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه تر پنځوس پورې، غله، قاتلین او نورو مجرمین ونیول، چې ځینې یې په کې خطرناک هم دي.

وزارت وایي، د غلو او مجرمینو پر وړاندې به د دوی مبارزه جدي او اوږد مهاله تر هغه پورې وي، تر چې کابل امن شوی نه وي.

د کابل خلکو هم د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدام څخه ستاینه کړې، خو په ورته وخت کې ویل کېږي، ځینې وکیلانو له وزیر نه غوښتي، چې ځینې نیول شوي غله خوشي کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي