د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکماسټر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ټرمپ تګلاره د افغان حکومت او افغان ځواکونو پر ضد او د طالبانو په ملاتړ ده. نوموړي له سي بي اېس تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د افغان حکومت پر ضد د طالبانو ملګرتیا کوي او لاس یې ورکړی دی.
د هغه په وینا د ټرمپ دغه ناسمه تګلاره او سیاست په افغانستان کې د زرګونو امریکايي او افغان سرتېرو د قربانیو ضایع کول دي. هغه ویلي«زه فکر کوم موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې ژمنتیا ته اړتیا لرو، چې د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو مرسته وکړو، ځکه دوی دي چې د دې جګړې بار ته یې اوږه ورکړې ده.» مکماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه ویلي، چې په بېړه د دغه کار تر سره کول به په راتلونکي کې د امریکا ملي امنیت ته سخت زیان ورسوي. نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو د جوړجاړي په صورت کې به له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه کې د سولې خبرې روانې دي.