د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله او ورسره پلاوی نن دوشنبې د تلې ۷ مه د اسلام آباد په لور وخوځېده.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا خبرپاڼه وايي، عبدالله به په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
خبرپاڼه وايي، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیرعمران خان، د پاکستان له ولسمشرعارف علوي، د استازو مجلس او سنا له مشرانو، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
دغه سفر د عمران خان په رسمي بلنه ترسره شوی او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې اړوند پر وروستیو پرمختګونو خبرې کول ښودل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل