افغان او ایراني لوړ پوړو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د ځینو پروژو او دغه راز اقتصادي همکاریو په اړه خبرې اترې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د تلې ۲۰ مه خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه خبرې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست حنیف اتمر او دایران د انرژۍ د وزیر رضا اردکانیان تر منځ شوې دي.
خبرپاڼه وایي، په ویډیويي کفنرانس کې دواړو لورو په راتلونکې میاشت کې د ګډ اقتصادي کمېسیون پر جوړېدو، د ګډو اقتصادي برنامامو پر عملي کولو، په ګډه پروزه کې د برېښنا پر تولید، پر وارداتو د تعرفې کمول، د افغانستان پر کرنیزو صادراتو د ترجیحي تعرفو وضع کول او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریز بلانس پر رامنځ ته کولو خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړي، چې د دې اقتصادي پروژو او همکاریو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ اړینې دي.
د ایران د برېښنا وزیر ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې دوامداره همکاري ولري.
جمهورخبري اژانس:کابل