د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خلکو ته ډاډ ورکړي، چې په نویو امنیتي نوښتو سره چې پیل شوي د مقناطسي ماین چاودنو ستونزه حل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړي، چې د چسپکي ماینونو تر هېڅ کولو پورې کم وخت پاتې دی، چې تدارکات بشپړ شي.
ښاغلي صالح ویلي«بیا هم د افغانستان شریفو خلکو ته ډاډ ورکوم، چې ډېر ژر به د هغه نوښتونو پر مټ چې پیل شوي د چسپکي ماینونو ستونزه حل شي، ستاسو په یاد دي، چې ویلي مو و، د بزبزکو مشکل حل کوو، حل کړي مو دي له هغه تاریخ څخه تر نن پورې د دښمن د بزبزک وسلې پر مټ موږ هېڅ تلفات نه لرو.»
دی وايي، کوم وروستي تلفات چې موږ له همدې امله درلودل هغه څو اوونۍ وړاندې د کابل قرباغ ولسوالۍ کې و، هغه هم د دې له امله چې د پوستې مسوولینو هدایت په پام کې نه وو نیولي.
د دې تر څنګ ښاغلي صالح ویلي، داسې یو سیستم یې هم رامنځ ته کړي، چې پر مټ یې ترهګر نه شي کولی، قضايیه قوه دوکه او محکمې ته د هغوی حاضرول کمزوری کړي.
ښاغلي صالح یو ځل بیا ټينګار او غوښتنه کړې، چې په حق العبد مسلو پورې تړولو ترهګرو ته اشد مجازات یا د اعدام سزا ورکړل شي.
هغه ویلي«انسان وژونکي باید و وژل شي، سروې ګانې او نظر پوښتنې ښيي، چې په دې برخه کې غوڅ اکثریت ملت د قضایه قوې تر شاه ولاړ دی.»
د ولسمشر لومړی مرستیال دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې هدفي وژنې او مقناطسي ماین چاودنې زیاتې شوې دي.
د دغه بریدونو او چاودنو مسوولیت څوک نه اخلي او طالبان په کې لاس لرل ردوي، خو افغان چارواکي وايي، دا د طالبانو پلان شوی کار دی.
جمهورخبري آژانس:کابل